IQNA

په پاکستان کې  د مصر د جامعةالازهرپوهنځی تاسیس کیږي

15:26 - January 15, 2022
د خبر لمبر: 3485268
تهران (ایکنا)-د پاکستان حکومت په لاهور ښار کې د الازهر پوهنځي په عنوان سره  دمصر د جامعة الازهر د یوې رسمي څانګې د تاسیس خبر ورکړی .

ایکناخبری آژانس د ایرناله قوله راپور راکړ د پاکستان د مذهبی چارو وزارت  نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ووئيل ددغه هیواد د مذهبی چارو وزیر پیر نورالحق قادري  په اسلام اباد کې دمصر له سفیر طارق محمد سره په نننۍ  کتنې کې ووئیل ، په لاهور کې به د مصر د الازهر پوهنتون  د یوې ستره څانګه تاسیس ړي او په دې باب  به ډيره زر د دواړو هیوادنو دحکومتونو ترمینځ یوه رسمي تفاهم نامه لاسلیک شي .

 په دغې اعلامیې کې راغلی دي ،قادری صیب ووئیل،په لاهور ښار کې د جامعةالازهرپوهنځي د تاسیس مقدمات پيل شوي دي،ددغه پوهنځي استاذان به  له مصر څخه وي،البته  ددغه پوهنځي  مدیریت او مسئولیّت به د پاکستان په غاړه وي . 

په دغې کتنې کې د پاکستان دپنجاب صوبې د مذهبی چارو وزیر پير سعید الحسن او ددغې صوبې د اوقافو ادارې عمومي مدیرطاهر رضا هم شتون درلود.

 د پاکستان د مذهبی چارو وزیر دغه راز وئیلي دي ،مشترکه کاري ډله  د پاکستان د تعلیم او خارجه چارو د وزارتونو او د پنجاب صوبې د اوقافو  د ادارې  د استازو په شتون سره  جوړه شي .

https://www.irna.ir/news/84613758/دانشکده-

captcha